شهيد سردار محمد داودخان او د چنګاښ د ۲۶مې نېټې پاڅون | ||||
w ليكوال: ډيپلوم انجنير كريم عطايي، سويسزرلېنډ w ژباړن: اميرجان وحيد احمدزى، كابل شهيد سردار محمد داودخان او د چنګاښ د ۲۶مې نېټې پاڅون دويمه برخه د ١٣٥٢ل کال د چنګاښ په ٢٦ مه د سهار پر اووه نيمو بجو د دغې ورځې د پاڅون د لارښود د وينا په خپرولو او په هېواد کې د جمهوري رژيم په اعلانونو سره شاهي رژيم پاى وموند. اساسي قانون، ولسي جرګه او د مشرانو جرګه لغوه اعلان شوه. په دې ورځ د کابل ښار په مهمو ځايونو کې نظامي پوستې ځاى پرځاى شوې، د راډيو له لارې د جمهوريت تر اعلان وروسته ډلې، ډلې خلک سره له دې چې پر ډلو بنديز هم و، په واټونو کې کښته- پورته کېدل، په ډېره ويښتيا يې يو له بله پوښتل او د دې لپاره چې نوي معلومات ترلاسه کړي، نو د يو- بل خبرې يې په غور سره اورېدلې. له يوه تن څخه مې واورېدل چې د شېرپور په څلورلارې کې يې له يوې نظامي پوستې څخه پوښتل: وروره! څه پېښه ده؟ هغه ورته ډېر سوړ ځواب ورکړ: هېڅ خبره نه شته، رژيم بدلون وموند. د ارواښاد محمد داودخان کور ته پرمخامخ واټ چې معمولاً ډېره ګڼه ګوڼه به نه وه، په دې ورځ هغه د چا خبره د پښو ايښودلو ځاى نه و، د ولسي جرګې استازو تر دې مهاله ځانونه بې سرپرسته ګڼل- د پوهنتون محصلينو او ځينو نورو کسانو تګ راتګ کاوه، تولو په روښانه او غړېدو څېرو له خپلو ملګرو سره خبرې کولې. د يوې شېبې لپاره به پښه نيولي شول او وبه درېدل، هغه کسان چې د دغې ورځې د پاڅون د لارښود کور ته تلل- راتلل، په غور سره د خلکو له خوا څارل کېدل او د ناپېژندويه کسانو په اړه به له يو بل څخه پوښتنې او ځوابونه اورېدل کېدل. لنډه دا چې د خلکو په منځ کې د هغه ډاډ او باور له مخې چې د هېواد په تاريخ کې يې د نوي څپرکي (فصل) د پرانيستونکي يانې جمهوريت اعلانوونکي پر شخصيت درلود، هېڅ کومه وړه اندېښنه هم نه وه موجوده. سهار نهه بجې وې چې ارواښاد محمد داودخان له ښاغلي حسن شرق سره له کوټې راووت او ما ته يې چې په انګړ کې له عمر داود او د کورنۍ له نورو غړو سره مې خبرې کولې، وويل: راډيو ته بايد څه وويل شي. دا يې وويل او ما ته يې اشاره وکړه، چې کوټې ته ورننوځم (ډاکټر حسن شرق تېره شپه هم له هغه سره په کور کې و) قلم او کاغذ مې راواخيستل او د جمهوريت د اعلان، په ټول هېواد کې د خلکو له خوا د هغه هرکلى او د اردو په وسيله د امنيت د ټينګښت په باب مې يوه مسوده ترتيب کړه، هغه ته مې ولوستله، لارښوونه يې راته وکړه، چې له راډيو څخه بايد بيا- بيا خپره شي. راډيو ته د تګ پر مهال د مېلمستون په انګړ کې له جنرال خان محمد مرستيال سره مخ شوم، نوموړي په غېږ کې ونيولم او د جمهوريت د اعلان او بري مبارکي يې راته وويله. په راډيو کې د نوموړې مسودې تر خپراوي وروسته کور ته د راستنېدو پر مهال له ارواښاد محمد نعيم سره مخ شوم. د نړيوالو خبري رسنيو غبرګون يې راڅخه وپوښت، څرنګه چې ټليفوني شبکه فعاله نه وه، نو ځکه د باختر اژانس او د مطبوعاتو څانګې د ټيلي پرنټر اړيکي هم پري شوي وو او دغه موضوع مې ورته روښانه کړه. د هغې مينې له مخې چې له ما سره يې لرله، راته وويل: په يو ډول بايد له اژانس څخه خبرونه ترلاسه شي. ما هم ژر يو تن په بايسکل اژانس ته ولېږه، چې له هغه ځايه خبرونه ترلاسه کړي. کله مې چې دغه خبرونه ارواښاد محمد داودخان ته لوستل، نو جنرال عبدالکريم مستغني په بيړه کوټې ته راننوت او ارواښاد ته يې وويل چې خان محمد د دفاع وزارت ته تللى او ټينګار کوي چې د وزير خونه ورته پرانيزو (مستغني له راډيو څخه د رهبر تر راستنېدو پورې هلته حاضر و او د هغه لارښوونې يې پلې کولې) ارواښاد وويل چې ژر ورته ووايه دلته راشي، څو دقيقې وروسته مستغني او مرستيال دواړه راغلل، ارواښاد، خان محمد خان ته وويل: ته په خپل کور کې اوسه، بيا د اړتيا پر مهال خبر درکوم، له همدې خبرې سره مرستيال له کوټې ووت او بيا د کودتا د خبر تر خپرولو پورې ونه ليدل شو. د دغې ورځې د سهار بله پېښه دا وه چې يوه تن سرتېرى د ګزمې پر مهال له باغ بالا څخه دوه تنه وزيران: نصرت ملکيار او محمود حبيبي له ځان سره د ارواښاد د کور وره ته راوستل او له هغه څخه يې هدايت وغوښت، چې څه ورسره وکړي؟ ارواښاد په دې کار ډېر په غوسه شو، په خپله ورته راغى او هغوى دواړه يې رخصت کړل. د يادولو وړ بله پېښه دا وه چې تېره شپه، يانې د چنګاښ د ٢٦ مې نېټې د پاڅون پر مهال د عسکري مخابرې اله چې د ارواښاد په واک کې وه، تر څو هغه له وضعيت څخه خبر کړي، خو نوموړي مخابره ترپايه له فعاليته لوېدلې وه او د پاڅون تر پايه پورې چې د سردار عبدالولي تفنګچه ورته راوړه، له جريان څخه بېخبره و. د يادونې وړ ده چې د چنګاښ د ٢٦ مې نېټې د پاڅون ځينې ګډونوال وايي چې ارواښاد محمد داودخان ورته لارښوونه کړې وه چې د پاڅون د ناکامۍ پر مهال دې هغه ووژني. ارواښاد محمد داودخان د ټينګ هوډ څښتن او زړور انسان و. زه دومره پوهېږم چې د پاڅون د ناکامۍ په اړه هرڅه پېښېدل، نو له څو محدودو کسانو يانې د هغه له مېرمنې او اولادونو پرته نور خوک ورباندې نه پوهېدل او هغه کسان چې دغه وړ خبرې کوي، نو څرګنده خبره ده چې هغوى د ارواښاد محمد داودخان له شخصيت سره بشپړه بلدتيا نه لري. د چنګاښ د ٢٦ مې نېټې پاڅون په لومړيو ورځو کې تر هغه وخته چې ارواښاد له خپل کور څخه ټولو چارو ته رسېدګي کوله، نو د هغه کور ته تګ راتګ زيات و او له هغو کسانو سره يې چې په پاڅون کې يې ونډه لرله، تلپاتې ناستې لرله، چې ډاکټر حسن شرق، د پښتني تجارتي بانک مامور سيد عبدالاله، د پوليسو سرتېري عبدالقدير، متقاعد افسر غلام حيدر رسولي او د اردو سرتېرو ضيا مجيد، فيض محمد، محمد يوسف، محمد سرور، پاچا ګل، غوث الدين فايق، مولاداد او عبدالمجيد محتاط په دغو ناستو کې زيات ليدل کېدل. د دغو ناستو لومړۍ اعلاميه د دولت د مشر ټاکل و، تر مجلس وروسته د اعلاميې د متن تسويد د ډاکټر حسن شرق، د بهرنيو چارو وزارت د عمومي سياسي مدير واحد کريم او کريم عطايي له لوري د خپرولو لپاره ترتيب شوه. په اعلاميه کې راغلي وو چې مرکزي کمېټې ښاغلى محمد داود خان د چنګاښ د ٢٦ مې نېټې د پاڅون مشر د دولت د مشر او د افغانستان د لومړي وزير په توګه وټاکه. ښاغلى محمد داودخان د دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو دنده هم پر غاړه لري. د مرکزي کمېټې د غړو نومونه هېڅ وخت خپاره نه شول. سره له دې چې ډاکټر حسن شرق غوښتل چې په يو نه يو ډول هغوى وپېژني. د نوموړو کسانو هغه عکسونه چې د دفاع وزارت په وداني کې د باختر اژانس له خوا اخيستل شوي وو، يوه ورځ د پاڅون د لومړۍ اوونۍ په ورځو کې نوموړي عکسونه د افغانستان راډيو په رياست کې د حسن شرق تر سترګو شول، دغه مهال عبدالاله، عبدالقدير، خالد روښان او کريم عطايي هم موجود وو. له هغې ډلې په يوه عکس کې چې ډاکټر حسن شرق د مجلس مشر و، د حسن شرق خوښ شو او هغه يې خالد روښان ته وسپاره. پر سبا هغه عکس په اصلاح ورځپاڼه کې چاپ شو. د پاڅون مشر محمد داود خان د نوموړي عکس په چاپولو ناخوښ و او حسن شرق د عکس د خپرولو د اجازې له ورکړې منکر شو. خو ما د قضيې بهير- لکه څنګه چې و، ارواښاد محمد داودخان ته ووايه. په لومړيو ورځو کې ما د مشر لارښوونې (د کابينې د اعلان تر پايه) مطبوعاتو ته رسولې، له عمر داود سره د خبرو پر مهال په همدغو ورځو کې د دغه بهير يادونه وکړه. هغه ارواښاد وويل دوى غواړي چې په يو ډول خپل ځانونه په خلکو وګوري. د دولت د مشر تر ټاکنې وروسته خلک د کابينې د غړو د اعلان په تمه وو. تر لږ وخت وروسته د کابينې غړي په دې توګه خلکو ته وروپېژندل شول: د دولت مشر او لومړى وزير: محمد داود د صدارت مرستيال: ډاکټر محمد حسن شرق دفاع وزير:... د بهرنيو چارو وزير:... د کورنيو چارو وزير: فيض محمد د عامه فوايدو وزير: غوث الدين فايق د روغتيا وزير: ډاکټر نظر محمد سکندر د سوداګرۍ وزير: ... د کرنې وزير: جيلاني باختري د سرحدونو وزير: پاچا ګل وفادار د عدليې وزير: ډاکټر عبدالمجيد د پوهنې وزير: نعمت الله پژواک د کانونو او صنايع وزير: عبدالقيوم د پلان وزير: ... د اطلاعاتو وزير: ډاکټر رحيم نوين د مخابراتو وزير: عبدالمجيد محتاط د چنګاښ د ٢٦ مې نېټې د نورو ګډونوالو ټاکنې: غلام حيدر رسولي: د تقاعد په رفع کولو سره د قواى مرکز د قوماندان په توګه ضيا مجيد: د جمهوريت د ګارد د قوماندان په توګه خليل: د مهتاب کلا غونډ د توپچي قوماندان په توګه عبدالقادر: د ژاندارم او پوليسو د عمومي قوماندان په توګه مولاداد: د اداري رئيس په توګه محمد سرور: په اردو کې محمد يوسف: په اردو کې د حکومت د غړو د دوو تنو پېژندل شويو څېرو جيلاني باختري او نعمت الله پژواک په ټاکلو سره له هماغه لومړي سره پر جمهوريت د پرچمي توب بدرنګه ټاپه ولګول شوه، دغه دوه تنه چې د حسن شرق له نژدې ملګرو څخه وو، له شک پرته د هغه له لوري ناسم معرفي شوي وو. دوې ورځې وروسته مې د خلکو د غبرګون مسئله د دولت رئيس ته وړاندې کړه، هغه وويل عجيبه ده، باختري د ورلاندې کولو لپاره يو ګيلم نه لري او په فکر کې ډوب شو. زه پوه شوم چې حسن شرق پرچم ته د باختري په منسوبولو چوپتيا غوره کړې وه. دغه مهال مې د ډاکټر نورعلي يادونه وکړه، چې لا تر دې دمه د سوداګرۍ وزير نه و ټاکل شوى. هغه وويل: ډاکټر نور علي ښه، خو ډېر محافظه کار دى او همدارنګه يې د جلالر ستاينه وکړه. د كابينې تر اعلان وروسته د دولت مشر د دفاع وزارت وداني خپل كارځاى وټاكه او دولتي چارې روانې وې. كه چېرې له دې تېر شو، چې نوى مزدور هوسۍ په منډه نيسي، په كرار- كرار چارې مخ په ښه كېدو وې، هغه څه چې د دولت كاركوونكو ته نوي وو، هغه دا وو چې د دولت مشر په خپله د ټليفون په ليكه له ادارو سره اړيكي نيول، د كار په اړه يې ورڅخه معلومات ترلاسه كول او په دې اړه يې ورته لارښوونې كولې. هغه ارواښاد د افغانستان په درد دومره دردمن و، چې د عمر له زياتوالي سره- سره يې بيا هم د زيات كار له امله ستړيا نه احساسوله، كه څه هم د شپې تر ناوخته يې كار كاوه او دا هيله او هڅه يې لرله چې د دوو ورځو كار په يوه ورځ كې ترسره كړي. خو له بده مرغه چې د هغه پر شا و خوا داسې كسان راټول وو، چې ډېرو لږو يې دغه وړ سپېڅلى احساس درلود. نوې څېرې، له كار سره نابلده او غرضي كسان وو، اقتصادي ركود او د تش په نوم ډيموكراسي په دستګاه كې ګډوډي ټولې هغه ستونزې وې، چې ځوان جمهوريت ته په ميراث پاتې شوې، نو له دې امله په چارو كې ډېرې ستونزې وې او په خپله د دولت مشر ټولو چارو ته رسيدګي كوله. راتلونكى بهير: د كابينې تر اعلان وروسته په كابل كې د مخابراتو وزارت له ټولو بهرنيو نمايندګيو څخه د بيسيم مخابرو وسايل راټول كړل. په دې جمله كې يې په كابل كې د كجكي پروژې د دفتر له نمايندګۍ څخه هم مخابره قيد كړه. بايد زياته شي چې د كجكي پروژه د يوې امريكايۍ كمپنۍ له خوا جوړېدله، د نمايندګۍ له لوري د مخابراتو له وزارت سره بيا بيا اړيكو، تړون او د افغان لوري مكلفيت ته اشارې كولو- كومه ګټه ونه كړه. په پاى كې د امريكايانو له خوا د برېښنا وزارت ته مكتوب ولېږل شو او په هغه كې يې ليكلي وو، چې د تړون د څوومې مادې له مخې كه چېرې د مخابرې وسيله د دوى په واك كې ورنه كړل شي، نو نوموړى تړون به مسخ اعلان شي. د موضوع د حساسيت په درك كولو- په ځانګړي ډول د نوي رژيم چلند د امريكا په وړاندې ما بايد دغه موضوع د دولت مشر ته رسولې واى او همغه وو چې د نوموړي په لارښوونه چې د صدارت مرستيال او مخابراتو وزارت ته يې وكړه، د مخابرې وسيله بېرته نوموړې پروژې ته وسپارل شوه او په دې توګه دغه شخړه اواره شوه. له بده مرغه د جنګاښ د ۲۶ مې نېټې له پاڅون څخه په نوې كابينه كې ځينې داسې نوې څېرې هم وې، چې د هغوى حقيقي هويت د دولت مشر ته په سمه توګه نه وو څرګند، هغوى د هغو كړنو له مخې چې وروسته څرګندې شوې، د پرچميانو يو ډول خواخوږي وو او له هغوى سره يې مرسته كوله. حسن شرق په خپله د دغو كسانو سرلارى و او نوموړي دغه پرچمي عناصر په دولتي ادارو كې ځاى پرځاى كړل، ځكه چې له درېيمې رتبې څخه تر پنځمې رتبې پورې د صدارت د مرستيال او تر پنځمې رتبې وروسته د وزير په واك كې و، د دې ډلې په وړاندې هېڅ كوم خنډ پروت نه و. هغوى وكړاى شول چې د جمهوريت تر بنسټ لاندې اوبه تېرې كړي او په دې ډول د پوهنې، كورنيو چارو او كرهنې په وزارتونو كې د نورو وزارتونو په پرتله زيات كيڼ اړخي راټول وو. وروستيو پېښو په ډاګه كړه چې حسن شرق د كې. جي. بي له خوا د ګمارل شويو عمده كسانو له ډلې څخه يو و، شوروي اتحاد د هغه باور له مخې چې پر نوموړي يې درلود، هغه لومړى په نوي ډيلي كې د سفير او وروسته يې د لومړي وزير په توګه وټاكه او هغه يو ځيرك، هوښيار او له كركې ډك شخصيت و. هغه د ارواښاد محمد داود له باور څخه ناوړه ګټه پورته كړه او هغه د جمهوري نظام د ړنګولو له عمده كسانو څخه شمېرل كېږي. ډاكټر حسن شرق او د صدارت تفتيش: حسن شرق له هماغه پيله غوښتل چې د دولت مشر ته منلي كسان په يو ډول بېباوره كړي او هغه څوك چې په لويديځ كې يې زده كړې كړې وې، له دولتي ادارو څخه ليرې وساتي. دغې موخې ته د رسېدو لپاره نوموړي د صدارت تفتيش (د محاسباتو ديوان) د مهمې وسيلې په توګه په واك كې درلود، هغه به د تفتيش پلاوي د خپلو ځانګړو لارښوونو له مخې دولتي ارګانونو ته استول. هماغه وو چې په لږه موده كې يې په اصطلاح لويديځ ځپلي له مهمو دولتي دندو ګوښه، محاكمه او بنديان كړل او د هغوى پرځاى يې هغه څوك چې يا به شوروي ته تللي وو او يا هم دا چې پرچمي به وو، په دندو وګمارل. په پلاوي كې د پرچميانو د شتون پر مهال د حسن شرق د لارښوونو په پلي كولو كې كومه ستونزه نه وه. تر هغې وروسته كله چې حسن شرق د صدارت د مرستيال په توګه وټاكل شو، زما څخه يې وپوښتل چې غواړم د برېښنا موسسې د پلټنې يو پلاوى واستوم، نو ايا كومه موضوع ډېرې څېړنې ته اړتيا لري؟ ما ورته وويل: د ښاري څانګې د دويمې شبكې اجراآت د څېړنې وړ دي، چې په دې پروژه كې څلورسوه مليونه افغانۍ په كابل ښار كې وركې شوې او هېڅ ډول د منلو وړ سندونه نه ترسترګو كېږي. ما دغه مهال په برېښنا موسسه كې دنده لرله، چې د محاسباتو د دېوان پلاوى د پلټنې لپاره دغې موسسې ته راغى او له كوم دليل پرته يې دنوموړې موسسې رئيس ښاغلى حميد الله حميد له خپلې دندې ګوښه او د شبكې د دويمې پروژې د عمومي رياست د چارو څېړنه يې پيل كړه. څو اوونۍ وروسته د پلاوي له غړو څخه يو تن خپله دنده پرېښوده او د خداى پامانۍ پر مهال يې له ما څخه بخښنه وغوښتله او ويل يې: د بېځايه پوښتنو له امله مو كړولى يې، خو موږ څه كړي واى، موږ ته هم لارښوونه شوې وه او د هغې له مخې اړ وو چې هماغسې وكړو. د افغانستان راډيو په رياست كې زما ټاكل كېدل: د دغه بهير تر څنګ په برېښنا موسسه كې بله پېښه رامنځته شوه، چې ما ته يو خبردارى و. د برېښنا عمومي رياست د برېښنا د توليد، وېش او مهمو ارګانونو لرونكى و. په دغو دواړو څانګو كې پرته له دې چې له ما سره د يوه مسوول په توګه خبرې شوې واى، د دې پرځاى دويمه او درېيمه رتبه نوي امرين وټاكل شول او د برېښنا د رياست نوي رئيس له رياست سره له اړيكو پرته نوې دنده خپله كړه. پر دې سربېره يې د كابل يو كم لوستى مېټر كتونكى د ننګرهار د برېښنا د توليد او وېش د امر په توګه وټاكل شو. ما د كانونو او صنايعو د وزير عبدالقيوم په نوم يو مكتوب واستاوه او په هغه كې مې د عمومي رياست د مسوول شخص د مسووليت او د برېښنا د چارو د حساسيت چې د جمهوريت په لومړيو كې يې نوى كار پيل كړى و، يادونه وكړه او ټول مسووليت مې د هغه په غاړه واچاوه، په دې تخريبي چارو كې عبدالقيوم ته خبر وركوونكى څوك و؟ په داسې حال كې چې ما له عبدالقيوم سره په برېښنا موسسه كې د نامنونكو اجراآتو پر مهال د پلټنې له پلاوي سره نرمه غاړه وړله. ډاكټر رحيم نوين د اطلاعاتو او كلتور وزير د دولت له مشر څخه اجازه غوښتې وه، چې زه د افغانستان راډيو د رئيس په توګه له نوموړي سره مرسته وكړم. د دولت مشر په يوه شرط منلې وه، چې د برېښنا موسسې لپاره يو باوري كس ورپه ګوته كړي. ډاكټر نوين په دې اړه له ما سره سلا وكړه او زما نظر يې وغوښت. زه چې له يوې خوا مې له راډيو سره مينه لرله او له بل لوري ډاكټر حسن شرق د برېښنا موسسې د جنجالونو له امله چې تر محكمې پورې كش كړى وم، ستړى شوى وم. ډاكټر نوين ته مې وويل چې په دې اړه به فكر وكړم. يوه اوونۍ وروسته مې هغه ته د ښاغلي عظيم ګران چې يو مهال د برېښنا وزير و، يادونه وكړه او ورته ومې ويل نوموړى به د افغانستان د برېښنا د عمومي رياست لپاره وړ سړى وي. هماغه وو چې ډاكټر نوين نوموړى د دولت مشر ته وروپېژانده، چې د دولت مشر د وزيرانو په شورا كې د برېښنا د رئيس په توګه د عظيم ګران او د افغانستان د راډيو ټلويزيون د رئيس په توګه زما د مقررۍ هوكړه ترلاسه كړه. په افغانستان راډيو كې زما ټاكنه د ډاكټر حسن شرق او يوشمېر نورو هغو پرچميانو لپاره چې په راډيو كې يې زيات لاس درلود، د منلو وړ نه وه. هغوى په پام كې لرله چې هلته د خپلې خوښې كس وټاكي. سليمان لايق يوځل له ما سره د ليدنې پر مهال زما د ټاكې په اړه خپله حيراني پټه نه كړاى شوه او ويې ويل: د دولت مشر په يقين سره غوښتل د خپل باور وړ سړى پر دغه څوكۍ وټاكي. راډيو ته زما له راتلو لا څو ورځې تېرې نه وې، چې د جنرال خان محمد (مشهور په مرستيال) د پاڅون د څېړنو فيته له راډيو څخه خپره شوه. دغه فيته زما تر راتلو وړاندې ډاكټر حسن شرق د راډيو د خپرونو مشر ته ترتيب او د هغې د خپرولو وخت يې هم ورته ټاكلى و. د خپرونو امر نوموړې موضوع ما ته وويل، فيته يې پر خپل وخت خپره كړه. تر هغه وروسته د راډيو عادي پروګرامونو چې په هغه شپه غربي موسيقي وه، دوام وكړ. دغه مهال چې غربي موسيقي لا دوام درلود، حسن شرق له ما سره ټليفوني اړيكي ونيول او په ډېر قهرژلي غږ يې له دغسې يوې ملي موضوع وروسته د غربي موسيقۍ خپرول د سختې نيوكې وړ وبلل او په لومړي چلند كې مې له هغه سره توندې لفظي ناندرۍ ووهلې. څو ورځې وروسته نوموړي بيا له ما سره ټليفوني اړيكي ونيوله او دا ځل يې په ډېره تونده لهجه پر ما نيوكه وكړه او ويې ويل: تا ناسمې لارې ته بوتلم او د برېښنا په عمومي رياست كې دې د تفتيش لپاره د دويمې پروژې شبكې ته د رسېدنې لارښوونه راته وكړه، په داسې حال كې چې عمومي رئيس حميدالله حميد په دې پروژه كې لاس نه درلود او بايد د درېيمې شبكې په پروژه كې ارزونه وشي، چې د هغه په وخت كې يې كار پيل شوى دى او تر څنګ يې يادونه وكړه چې په دويمه شبكه كې غلام محمد فرهاد لاس درلود. له ټولو افغان ملتيانو سره په جنجال كې ولوېدم. ويلو او اورېدلو څه ګټه نه لرله او دا دويمه سخته شخړه وه چې له هغه سره مې وكړه. تر ډېره مې له ځان سره فكر وكړ او زما هڅه دا وه چې د امكان تر بريده د رهبر د ځورونې لامل نه شم، ځكه چې هغه پې له هغې هم كافي سرخوږى درلود، حسن شرق غوښتل چې په هره بڼه وي ما د ارواښاد محمد داودخان د ملګرو له ليكې وباسي، ځكه مې پرېكړه وكړه چې هغه له بهير څخه خبر كړم. پر سبا يې ګلخانې ته د هغه حضور ته ورغلم، د انتظار په خونه كې د څو تنو نورو تر څنګ حسن شرق هم ناست و، د انتظار پر مهال هغه ما ته نژدې شو او ډېر په نرمۍ يې وويل چې ما رهبر ته د هغو خبرو په اړه څه نه دي ويلي،زه پوه شوم چې هغه غوښتل زه په هغه باب رهبر ته څه ونه وايم. ما ورته وويل زه او ته په خپلو كې يو او دا خبرې ډېرې مهمې نه دي. ما د پېښو بهير په تفصيل سره رهبر ته تېر كړ او هغه په زغم سره واورېدې، په پاى كې يې وويل پروا نه لري، خپل كار ته دوام وركړه. ډاكټر حسن شرق او د كابل د برېښنا شركت روغتيايي بيمه: د صدارت له دندې څخه د ارواښاد محمد داود په ګوښه والي سره د ډاكټر حسن شرق هم د صدارت د مخصوص قلم له دندې څخه اوږې سپكې شوې. هغه له هغې كمې تجربې سره چې په معالجوي طب كې يې لرله، د هغو اړيكو له مخې چې له افغان ملتيانو سره يې لرل د غلام محمد فرهاد له خوا د اووه زره افغانيو معاش په وركولو سره د كابل د برېښنا شركت د بيمې د ډاكټر په توګه وګمارل شو. د ميوندوال د حكومت په دوره كې د كانونو او صنايعو وزارت په چوكاټ كې ”د افغانستان د برېښنا موسسه“ په جوړښت كې منظور شوه او ښاغلي حميد الله حميد د هغې ادارې د رئيس په توګه وټاكل شو. له دغه جوړښت سره بايد د برېښنا د چارو ټول مامورين او مستخدمين د دولت د مامورينو او اجيرانو د قانون له مخې ټاكل شوي واى. قانون د لومړي درجه اجير لپاره يومياشتنى معاش پنځه زره افغانس ټاكلى و. پر دې بنسټ ډاكټر شرق نور د مياشتې اووه زره افغانۍ معاش نه شو اخيستلاى، بايد په پنځه زرو يې بسنه كړې واى. دومره معاش ته د هغه خوښه نه وه او د دې عقدې له مخې يې چې ښاغلى حميد قصداً د هغه معاش كم كړي، د بيمې كار يې پرېښود او داسې يې ښووله چې هغه له ارواښاد محمد داودخان سره خواخوږي لري او ښاغلي حميد هغه د دندې پرېښودلو ته اړ كړى دى. د همدې عقدې له مخې يې وروسته تر هغه چې واك ته ورسېد، د برېښنا موسسې ته يې د تفتيش پلاوى وټاكه او ښاغلى حميد يې له دندې ګوښه او زنداني كړ. دا د هغه د اجراآتو لومړۍ اجنډا وه. تر دوو كلونو زياته موده كې نوموړي پلاوي په لسګونو جعلي دوسيې جوړې كړې او په هغو ټولو دوسيو كې يې ښاغلي حميد الله حميد ګرم او پړ وباله. دغه ټولې دوسيې د محاسباتو له ديوان څخه عدليې محكمې ته واستول شوې، سره له دې چې محكمې هغه ټولې په غور لوستلې، خو له هغې ډلې څخه يوه هم داسې نه وه چې د هغې له مخې دې محاكمه وشي. د وزيرانو په مجلس كې د كانونو او صنايعو وزير د عدليې وزارت پر كارونو نيوكه وكړه، په داسې حال كې چې د عدليې وزير يې مخاطب كړ، ويې ويل: عجيبه ده، چې د برېښنا د موسسې په هېڅ يوه دوسيه كې هم مسوول شخص ته جزا ورنه كړل شوه. د عدليې وزير چې د كانونو او صنايعو چارو د وزير نيوكو په غوسه كړى و، ويې ويل: وروره! تا جعلي دوسيې برابرې كړي، هسې بېځايه دې وخت تېر كړى او د دولت پيسې دې لګولې دي او د انتظار هم لا كوې چې محكمه دې ستا د جعلي دوسيو له مخې خلكو ته سزا وركړي. ما وويل: كه چېرې د درېيمې شبكې پر ځاى دويمه شبكه هغسې لكه څنګه چې پيل شوې وه او د هغې په چوكاټ كې څلور سوه مليونه افغانۍ په كابل ښار كې ترۍ تم شوې او سنيد يې نه شته، تر پايه د پلاوي له لوري پلټنې شوې واى، ښايي چې نن مود هغې بل ډول پايلې ترلاسه كړې واى. په هر حال، هر هغه څوك مسوول دى چې د دغې پروژې د پلټنو په وړاندې خنډ شوى دى. له هغې وروسته تر دا نن ورځې پورې حسن شرق هېڅ له ما سره مخ نه شو. د ډاكټر حسن شرق په اجراآتو كې دا ځانګړتيا ليدل كېده چې هر هغه څوك چې د ده له لوري له كاره ګوښه شوى و، واك ته د كمونيساتو تر رسېدو وروسته له ځنډ پرته ووژل شول. د هېواد په شمال كې د نفتو د لټون د څانګې رئيس شرف الدين شرفي چې يو پوه او ډېر خواخوږى انسان و، د حسن شرق د تفتيش د قربانيانو له جملې څخه دى، ځكه چې هغه د نفتو د لټولو په برخه كې د كيڼ اړخو په وړاندې خنډ و او هغوى يې دې كار ته نه پرېښودل. كه چېرې ښاغلى حميد ژر له هېواد څخه نه واى وتلى، نو نن ورځ به هغه هم د ژونديو په منځ كې نه و، ځكه چې د هغه پلار او ځوان ورور د كمونيستانو له خوا وژنتون ته واستول شول. مركزي كمېټه او جمهوريت: هغو كسانو چې د چنګاښ د ۲۶ مې نېټې په پاڅون كې د ملي زعيم ارواښاد داودخان په لارښوونه پورته شول او هغه ارواښاد په زيات وخت د خپلو دوستانو په نومونو يادول- له بده مرغه د هغوى د حقيقي پېژندنې په برخه كې درغلي شوې وه، ځكه د افغانستان ملي ګتې لكه څومره چې د پاڅون رهبر ته ښاغلې واى، په اصطلاح د كودتاچيانو له لوري هغه هېڅ درك نه شوې، د هغوىاكثره د جمهوريت د منځته راتلو پر مهال د ارواښاد محمد داودخان د باور وړ وګرځېدل او هغوى يوازې خپلې شخصي او د يوې پردۍ سياسي ډلې ګټې ليدلې او بس. دوى هر يوه په خپل وار سره غيرملي عناصر په دولتي ادارو كې وګمارل، په كورنيو چارو وزارت او په ولسواليو كې په عام او په پوليسي ځواكونو كې په ځانګړي ډول پرچميان وګمارل شول، همداسې د ماليې وزارت په ځينو مهمو پوستونو كې كيڼ اړخي ځاى پرځاى شول. دغه كسان په لومړيو كې يوڅه په اتفاق وو، خو لا يو كال نه و وتلى، چې هغوى په خپلو كې بې اتفاقه شول. لومړنى كس چې د دغو بې اتفاقيو قرباني شو، هغه د مخابراتو وزير محتاط و، چې له كابينې او مركزي كمېټې څخه وايستل شو. تر هغه وروسته وار بل اجل نيولي ګل پاچا ته ورسېد. هغه په مسكو كې روسۍ مېرمن لرله، چې د هغې د شتون په اړه د رهبر په وړاندې غلى پاتې شوى و. له كابينې څخه د هغه د ايستلو خبر وحيد عبدالله ما ته داسې ووايه: په مسكو كې د ګل پاچا وفادار روسي مېرمن څخه د كورنيو چارو د وزير فيض محمد خان په ګډون يوازې يو څو تنه نور ملګري يې خبر وو. فيض محمد او ډاكټر شرق له يو بل سره لاسونه يو كړي وو او د پاچا ګل له لوري يې د هغه مېرمن ته تلګرام كړى و او ورته ويلي يې وو چې ژر تر ژره كابل ته راشي. كله يې چې مېرمن كابل ته راورسېده، پاچا ګل وفادار د يوه ترسره شوي كار په ترڅ كې ونيول شو، په زوره له كابينې څخه ګوښه كړاى شو. د مركزې كمېټې د كيڼ اړخو او د كابينې دوو تنو نورو كيڼ اړخو(باختر او پژواك) اوس په سيمه كې داسې ښووله چې د افغانستان جمهوريت يوازې كيڼ اړخو او په ځانګړي ډول پرچميانو ته منسوب دى. له بل لوري پرچميانو له هېڅ ډول غرضي حركتونو څخه درېغ نه كاوه، څو هغوى دا وښيي چې د جمهوريت په رامنځته كولو كې هغوى د پام وړ ونډه لرله. همدارنګه په كابل كې د شوروي سفارت مخكې له مخكې د كيڼ اړخو له مشرانو سره اړيكي ټينګ كړي وو، چې د خلكو فكرونه يې مغشوش كړي وو، له دې كبله د دې وخت رارسېدلى و، چې رهبر د عام ذهنيت د روښانولو ګام د پورته كړي، هغه په بېشمېره مركو كې له هرې سياسي ډلې او ګوند سره د جمهوريت تړاو رد كړ او څو ځله يې د جمهوريت رامنځته كېدل يوه ملي موخه او ملي هدف وباله. په خپله يوه مركه كې يې د چنګاښ د ۲۶ مې نېټې ايډيالوژي يوه افغاني ايډيالوژي وبلله، په دې مانا جې د افغانستان پرمختيا، ملي ګټې، ځمكنۍ بشپړتيا، مادي او معنوي خپلواكي يې د جمهوريت د جوړښت اصلي هدف وګاڼه. داودخان د ارګ په ماڼۍ كې د جمهوريت د بيرغ د راځوړولو پر مهال يوځل بيا د چنګاښ د ۲۶ مې نېټې د پاڅون د موخو او د جمهوريت په اعلان چې د ملي ګټو له مخې رامنځته شوى و، ټينګار وكړ. هغه په روښانه ډول د هېواد او ولس د دښمنانو مغشوشوونكې خبرې چې كله به يې جمهوريت په يوې او كله به هم په بلې پورې تړلى باله، په بشپړه توګه رد كړې. د عامه افكارو د روښانولو تر څنګ رهبر عملاً د كابينې د ترميم لپاره ګامونه اوچت كړل. په دې ترڅ كې يې هغه كسان چې په تېر- څه له پاسه يو كال موده كې يې كړنې له ملي ګټو سره په ټكر كې وې، له دندو ګوښه كړل او د هغوى پرځاى يې هغه څوك وګمارل، چې د هغوى شخصيت تر ډېره پورې رهبر ته څرګند او معلوم. په نوې كابينه كې يې سيد عبدالاله د صدارت د لومړي او حسن شرق يې د دويم مرستيال په توګه وټاكل. د جمهوريت كابينه تر سمون وروسته د دولت مشر محمد داودخان د صدارت لومړى مرستيال: سيد عبدالاله د صدارت دويم مرستيال: ډاكټر حسن شرق دفاع وزير:... د بهرنيو چارو وزير:... د كورنيو چارو وزير: عبدالقدير د ماليې وزير: سيد عبدالاله د روغتيا وزير: ډاكټر عبدالله عمر د عامه فوايدو وزير: غوث الدين فايق د سوداګرۍ وزير: محمد خان جلالر د كرنې وزير: عزيز الله واصفي د سرحدونو او قبايلو چارو وزير: فيض محمد د عدليې وزير: ډاكټر عبدالمجيد د پوهنې وزير: عبدالقيوم د كانونو او صنايعو وزير: تواب اصفي د پلان وزير: علي احمد خرم د اطلاعاتو وزير: ډاكټر رحيم نوين د مخابراتو وزير: ډيپلوم كريم عطايي ښاغلى حسن شرق نور ټولواكى (كل اختيار) نه و او په ځانګړي ډول د مركزي كمېټې مجلسونه نور نه كېدل او د هغې غړي د بې اتفاقۍ له كبله تيت شوي وو او هلته يوه تشه يانې خلا رامنځته شوې وه. عبدالقدير د كورنيو چارو د نوي وزير په توګه ټاكل شوى و، نوموړي له سيد عبدالاله سره چې د دولت مشر ته ډېر باوري كس و او په غالب ګومان چې د نوموړي په سلا- په نوې دنده ګمارل شوى و، نژدې اړيكي لرل. سيد عبدالاله د سيد عبدالله زوى و، چې د دولت د مشر د صدارت پر مهال د كورنيو چارو وزارت عهده دار و.نوموړى يو سپېڅلى او د ارواښاد محمد داودخان باوري سړى و. سيد عبدالله خان د ډاكټر محمد يوسف د حكومت پر مهال د وخت د حكومت له پاليسۍ سره د نه موافقې له امله د ارواښاد داودخان په وړاندې له دندې ګوښه كړاى شو او څه وخت وروسته ومړ. ارواښاد محمد داودخان د هغه د ښخولو پر مهال د نوموړي د خدمتونو يادونه او ستاينه وكړه، په هر حال- عبدالقدير او سيد عبدالاله په لومړيو كې د كيڼ اړخو لوري ته ميل درلود او كله چې د رهبر د افكارو له ليدلوري سره بلد شول، نو ځكه يې خپل فكري تګلورى بدل كړ. په ماليې وزارت كې د كيڼ اړخو ګمارل له هغه لږ شمېر څخه زيات نه شو، خو په كورنيو چارو وزارت كې د فيض محمد خان له خوا ګڼ شمېر پرچميان په ولسواليو او پوليسو كې ځاى پرځاى كړاى شول، چې د هغوى ليرې كول له ستونزو ډك كار و او له بده مرغه چې عبدالقدير خان د هغوى د ليرې كولو كفايت نه درلود. ښاغلي حسن شرق د كابينې تر بدلولو وروسته په ټوليز ډول په پېښو كې بېغرضه و، خو د هغه كښت د پيداوار څار يې كاوه، چې په خپله يې كرلى و. د جمهوري دولت د ۱۹۷۷م كال اساسي قانون د مركزي كمېټې د منحولو حكم كاوه، د مركزي كمېټې ډېر غړي په دې باور وو، چې هغه كمېټه به د ملي انقلاب د حزب د مركزي كمېټې په توګه- چې په اساسي قانون كې وړانديز شوې وه، منل كېږي. د ولسمشر په وړاندې د ډاكټر عبدالمجيد او سيد عبدالله (د اساسي قانون د تسويد د كمېټې غړي) او عزيز الله واصفي (د لويې جرګې مشر) په ګډون يو اوږد بحث ترسره شو، په پايله كې د قانون د صرېح حكم په پام كې نيولو له مخې مركزي كمېته لغوه شوه او د نوموړې كمېټې غړي له دې امله خوابدي شول. د ۱۹۷۸ م كال د اساسي قانون تر نفاذ وروسته د جمهوريت نوې كابينه ولسمشر: محمد داود خان د ولسمشر مرستيال: سيد عبدالاله د دفاع وزير: غلام حيدر رسولي د بهرنيو چارو وزير:... د ماليې وزير: سيد عبدالاله د كورنيو چارو وزير: عبدالقدير د روغتيا وزير: ډاكټر عبدالله عمر د سوداګرۍ وزير: محمد خان جلالر د عامه فوايدو وزير: غوث الدين فايق د كرنې وزير: عزيزالله واصفي د سرحدونو چارو وزير: عبدالقيوم د لوړو زده كړو وزير: صديق مجيبي د عدليې وزير: وفي الله سميعي د ښوونې او روزنې وزير: ډاكټر ابراهيم مجيد سراج د كانونو او صنايعو وزير: تواب اصفي د پلان وزير: علي احمد خرم د اطلاعاتو وزير: ډاكټر رحيم نوين د مخابراتو وزير: ډيپلوم انجنير كريم عطايي د اوبو او برېښنا وزير: انجنير جمعه محمد محمدي سلا كار وزير: ډاكټر عبدالمجيد. يادونه: د لوړو زده كړو، اوبو او برېښنا او سلاكار وزارتونه د افغانستان په اداري تشكيلاتو كې ضميمه شول. (نور بيا...) | ||||
نېټه Tue 3 Jul 2007ګړۍ 5:27 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
