| ليكوالان : هنري توماس او دانالي توماس
|ژباړه : نصير احمد احمدي
اپيكور، خند لټوونكى فيلسوف
(207_342 تر ميلاد وړاندې)
فرانسوي ليكوال ”رمې دوګورمن“ ليكي: خوند لټول يو نازك فن دى، خو ټول خلك پرې نه پوهېږي. اپيكور په خپلو فلسفي څېړنو غوښتل چې له دې خوند څخه ټول بشر برخمن كړي.
ده باور درلود، چې: حقيقت تر ځمكې لاندې دى، نه په اسمان كې. كه انسان خپل فكر پياوړى كړي، كولاى شي چې دې جنت ته د تلو لار ومومي. اپيكور يو خداى نه پېژونكى فيلسوف و، خو نوموړي ته يو شمېر فيلسوفان د تقدس په سترګه ګوري او پاك يې ګڼي، خو نور يې د يوه عياش شيطان په صفت پېژني. وايي چې هغه شهوتپاله او بې بند و بار انسان و.
د كليسا مشرانو د اپيكور د فلسفې غندنه كوله او دا فلسفه يې پليدي او ناولتيا ته بلنه ګڼله. يهودو پرهېزګارانو به هم اپيكور او د هغه فلسفې ته په سپكه كتل. نوموړى يې د يوه خداى نه پېژندونكي، رذيل او ټيټ انسان په توګه پېژانده. تر دې چې د اپيكور په اوسنيو پلويانو كې هم يو شمېر كسان شته، چې د هغه لذايذ، له مادي نړۍ سره په يوځايوالي كې شمېري.
دا سړى څوك دى، چې تر خپلو پلويانو ډېر د نړۍ په خوندونو پسې ګرځېده او له فلسفې څخه يې لا تر اوسه پورې په سمه توګه مطلب نه دى اخيستل شوى؟
(2)
اپيكور هغه مهال نړۍ ته سترګې وغړولې، چې د سكندر د ځان غوښتنې له امله نړۍ په وينو كې لمبېدلې وه. سكندر جګړه كوله، ښارونه يې سوځل، خلك يې وژل، خو اپيكور غوښتل چې له ژوند سره مينه وكړي. داسې ليكه د معاصرې نړۍ ځوانان چې له دوو نړيوالو جګړو راهيسته د ژوند په خوندونو پسې ګرځي.
فلسفي ښوونځي د نهيلۍ په وروستيو پېړيو كې وو. شكاكانو د خداى پېژندنې او د ژوند د ارزښتونو په اړه مسايل طرحه كول.
د ډيوژن پيروانو هڅه كوله چې د ځانغوښتنې او د بشري علايقو ريښې وچې كړي، ځكه د هغوى په وړاندې دا هرڅه هغو نقشو ته ورته وو، چې رنګ نه لري.
خو د ژوند په وړاندې د بدبينانو ډلې ويل: ژوند په خوښۍ او نېكمرغۍ كې هم يو تريخ او ناڅرګند خوب دى. غوره به دا وي چې د دې پرېشان خوب ريښې ژر تر ژره سره بېلې او وچې كړاى شي.
د دې ډلې يوه بدبين فيلسوف، دهجزياس، خپل ټول ژوند دېته ځانګړى كړ، چې خپل زده كوونكي وپوهوي، چې د ځوانانو غوره كار، ځانوژنه ده. خو په زړه پورې دا ده چې په خپله په درې اتيا كلنۍ كې په طبيعي مرګ ومړ. د دې فيلسوف په ژوند كې يو چا پوښتنه ورڅخه وكړه:
”ولې په خپله په هغه څه چې نورو ته يې ورښيې، عمل نه كوې؟“.
ځواب يې وركړ:
”زه بايد د دې لپاره ژوندى پاتې شم، چې نورو ته د مرګ خوند وروښيم“.
د دې ډلې پرخلاف چې ژوند يې بې ارزښته ګاڼه، د فيلسوفانو يوه بله ډله هم وه، چې د خوند اخيستونكو په نوم يې شهرت درلود.
دې ډلې ژوند ته د خوند په سترګه كتل او په خپلواكۍ كې يې له ژوند څخه خوند په اخيستلو باندې باور درلود. د دې ډلې شعار و: وخوره، وڅښه او خوښ واوسه. ښايي سبا ته يو بل سكندر سر راپورته كړي او وايي چې ومرئ.!
د اپيكور د ژوند لومړنۍ برخه په داسې ستونزمنو حالاتو كې تېره شوه، د درد او رنځ استازو او د خوښۍ او خوند اخيستنې لارښووونكو خلكو ته ورښوول، چې څنګه هغې نړۍ ته سرونه ورټيټ كړي، چې ناڅرګنده ده.
د ځوانانو افكار نه د سكندر له شكنجو څخه وېرېدل او نه يې هم له جنګونو څخه وېره درلوده، خو دوى د دوو ډلو تر ګامونو لاندې وو. لومړۍ هغه ډله چې د نړۍ لذايذو او خوندونو ته يې شا وراړولې وه او د رهبانيت پر لاره روان وو او دويمه هغه ډله چې د لېونيانو غوندې د خوندونو په لټه كې وو. دا ځوانان د توپ غوندې يوې او بلې خوا ته په لغتو وهل كېدل. خو بيا هم بې له دې چې دين او مذهب په پام كې ونيسي، له انسانانو سره د مينې مسلك وده كړې وه. ځكه پخواني مشران زاړه شوي وو او د هغوى د ځايناستي لپاره د نويو واكمنانو د نشتوالي احساس كېده.
اپيكور د خپل عصر د هر بل روڼاندي ځوان په څېر په دې هڅه كې شو، چې پر نړۍ باندې پرته لړه په رڼا بدله كړي. ده غوښتل چې نړۍ ته داسې مشران ورووځي چې په درد يې وخوري. اپيكور په داسې يوه هېواد كې د دې كار په لټه كې شو، چې د سكندر ځوروونكي اغتشاشات يې له ځان سره لرل.
اپيكور د سامرس په ټاپو كې چې د اژه د درياب پر غاړه پروت و، وزېږېد. پلار يې ښوونكى و او مور يې يوه درواغجنه طبيبه، هغې ادعا كوله چې د كوډو او جادو په مرسته خلكو ته روغتيا ورپه برخه كولاى شي. په دې توګه اپيكور لا په وړكتوب كې د دوو مخالفو قطبونو (عقل او ناپوهۍ) ترمنځ پاتې شو. تر ټولو مهمه لا دا چې اپيكور د جګړو په وحشت كې لوى شو.
نوموړى د سكندر د مړينې پر مهال (423 تر ميلاد وړاندې) يوازې اتلس كلن و.
د سكندر د فتوحاتو له كبله چې كوم مهاجرت رامنځته شو، اپيكور له خپل پلار، مور او درېيو وروڼو سره يوځاى د سامرس ښار پرېښود. دوى به له هغه يوه هېواد څخه بل هېواد ته ستونزمن سفرونه كول، خو اخر يې په پنځه دېرش كلنۍ كې د بخت ستورى په اتن كې وځلېد. ده په اتن كې يو كور او باغ واخيستل او خپلو ملګرو ته يې بلنه وركړه، چې له هغه سره په يوه ځاى كې ژوند وكړي. نوموړي غوښتل هغوى ته وروښيي چې د جنګ جګړو په دې نړۍ كې كولاى شي چې په سوله كې هم ژوند وكړو.
د وخت په تېرېدو سره د اپيكور پلويان ډېرېدل، هر يوه هڅه كوله چې په دې عمومي پانګه كې برخه ولري. دا په نړۍ كې د مرستندوى او اشتراكي ژوند د موندلو په لار كې لومړني ګامونه دي. دې ډلې ډېر ژر دخپل پراخوالى زيات كړ، تر دې چې د اپيكور كوچنى باغ په ټول اتن كې شهرت وموند.
په دې باغ كې چې يوه ډله د يوې كورنۍ د غړو په څېر سره راغونډ شوي وو، هغه ارامۍ وركوونكې ټاپو ته ورته وو، چې د ژوند له توپان څخه خوندي پاتې شوى وي. د اپيكور دښمنانو په دې ډلې پسې په تبليغ لاس پورې كړ، هغوى دې ډلې ته د بدكارو نوم وركړ. په هغوى پسې يې بېځايه خبرې وكړې او ويې ويل چې دا ډله يوازې خپل وخت ضايع كوي.
خو دا داستانونه رښتيني نه وو، ځكه د اپيكور ډېر ملګري پرهېزګاره او له ګناهونو څخه پاك ګڼل كېدل. د هغوى ګناه دا وه چې د ساده، خو د لوړو افكارو د ژوند درلودونكي وو. دې ډلې كركه او نفرت نه پېژندل اوله يو بل سره يې مرسته كوله. اپيكور هغوى ته زده كړه وركوله، دا هغه نېكۍ چې پر نورو يې پېرزو كوي، تاسو ته بېرته راګرځي.. هغه خدمت چې نن ورځ يې د ګاونډي په حق كې ترسره كوي، سبا تاسو ته رسېږي.
خو د ورورۍ د دې محفل موخه خوښي او خوند اخيستل وو. دا د خوند اخيستلو كليمه وه، چې له امله يې اپيكور په بدنامۍ او شهوت غوښتنې مشهور شو.
هغه مهال نړيوال د جسماني او فكري خوند په توپير نه پوهېدل، هغوى د معنوي نېكمرغۍ او جسمي خوښيو ترمنځ فرق نه شو كولاى، خو د اپيكور په فلسفه كې هغه څه راټول وو، چې دغو دواړو ته يې ځانګړې ماناوې لرلې. راځئ د هغه فلسفه له نژدې څخه وڅېړو.
(3)
اپيكور يو رواني پېښې غوښتونكى دى. نوموړى د دې پرځاى چې خپلو خوبونو ته تعبير ومومي او په عمل كې يې پلي كړي، خپل اعمال يې په خوب كې ليدل. د هغه په اند د بشر ډېرې ستونزې د خلكو په بې هدفو كړنلارو كې نغښتې وي. په يوه نندارتون كې غوره ژوند دا دى، چې ليدونكي واوسو، نه لوبغاړي. دا زده كړو، چې څنګه د ژوند ناخوالو او دردونو ته وخاندو او په دې هڅه كې شو، چې خپلو اروايي ناكراريو ته شا ورواړوو.
په دې توګه وينو چې د اپيكور په فلسفه كې خوند اخيستنه او نېكمرغي له نړۍ څخه تېښته او له رنځونو او كړاوونو سره مقابله ده.
اپيكور عقيده درلوده، چې په نړۍ كې شر له خير او بدۍ له نېكۍ څخه ډېره ده. بنيادمان تر خوښۍ له رنځ سره ډېره بلدتيا لري. زموږ د تن دريڅې مزو چړچو، رنځونو او كړاوونو ته پرانيستي دي. هغه سوز او خواشيني چې د درد زېږنده وي، د خوښيو تر هغو نغمو، ډېره اغېزناكه ده، چې له ساز څخه پورته كېږي. ځكه نو زموږ دنده دا ده چې منځلارتوب غوره كړو او د دواړو ترمنځ يو انډول مراعات كړو. اپيكور دا انډول د اتاريكسا په نوم تعبير كړ، چې كولاى شو هغه د اروا د ارامتيا او هوسايۍ په نوم وژباړو.
”پرېږده چې ستا اروا، زموږ د ګلشن غوندې، د سولې د هغې ټاپو بڼه غوره كړي، چې د ژوند په توپان كې موقعيت لري“. دا وه د اپيكور د فلسفې اصلي موخه چې په هغې كې د مزو چړچو ګلشن عملي بڼه نيولې او والت ويتمن (يو امريكايي شاعر 1819_1892) په خپل يوه شعر كې په ښه بڼه د هغې ستاينه كوي:
”د ټولو ښاغليه! پر نفس واكمنه! د ژوند په بې مانا او نامعقولو چارو كې، په طبيعت كې په ډاډه او ارام زړه ولاړ يم. دندې، بېوزلۍ، نېكنامۍ، رسوايۍ او خپل عيب او كمبود ته تر هغه چې په فكر كې مې راګرځي، په بې اهميته سترګه ورته ګورم. هر چېرې چې يم، د غم، تورو شپو، توپان، لوږې، استهزا، ريشخند، د ځوروونكو پېښو او ناكاميو په وړاندې لكه حيوان، تيږه او لرګي له پراخې سينې څخه كار اخلم او خپل انډول په پام كې نيسم“.
ښايي اپيكور د دې شعر په وړاندې چې د هغه فلسفه او احساسات په كې بيان شوي دي، يو اعتراض ولري، ځكه نوموړي ويل چې راځئ له ژوند سره په انساني معقول احساس مخامخ شو، نه د حيواناتو يا بوټو په څېر په بې حسۍ او بې شعورۍ سره.
د ژوند په اړه دا معقوله نظريه موږ ته دا ښيي چې لويه خوښي او خوند درد او رنځ نه پېژندل دي. ”د نن ورځې خوښي د پرون ورځې د دردونو د ياد زېږنده ده“. د امن ساحل هغه چا ته په زړه پورى او له خوند څخه ډك دى، چې همدا مهال يې له يوه وژونكي توپان څخه خلاصون موندلى وي.
په دې توګه وينو چې د اپيكور باغ په حقيقت كې په تن او اروا كې ځاى لري، نه په مادي عالم كې.
د اپيكور له دې باغ څخه هغه روښانه او ژوندى انځور منعكس كېږي، چې د لوكرتيوس (د روم يو لوى شاعر 98_55 تر ميلاد وړاندې په مشهوره منظومه كې راغلى دى. د اپيكور فلسفه چې د دې منظومې اصلي مايه ده، جرج سانتايانا (د اسپانيا معاصر فيلسوف، زوكړه:1863) داسې ستايلې ده:
”ښايي هغه لوړ فكر چې تر اوسه يې انساني مغزو ته لار موندلې ده“. دا فكر چې په ډېره لنډه توګه بيان شو، له درد او رنځ څخه يوه فلسفي تېښته ده. طبيعت ته نژدېوالى او د ژوند له وېرې او وحشت څخه ګوښه توب.
ډېر رنځونه، كه هرڅومره ژور هم وي، خو عمر يې لنډ دى. كه يې بيا هم عمر اوږد وي، كولاى شو چې د اروايي نظم او انضباط په مرسته يې لنډ كړو. خو يوه خبره بايد په ياد ولرو، درد او رنځ كه هرڅومره تريخ هم وي، خو پايله يې د خوږ خوب په څېر، خوند زېږوونكې ده.
بيا هم انسان كولاى شي چې د ژوند له غمونو څخه تر ډېره بريده ځان ګوښي وساتي. خپل قوت بايد له څپو او بادونو سره په مبارزه ختم نه كړو، بلكې عاقله او غوره لار دا ده چې په ساحل كې د امن له ځاى څخه د هغه انسان د كړكېچ او هڅو ننداره وكړو، چې توپان يې په خپل حلق كې ډوبوي.
خو داسې نه چې د يوه بې مينې او بېځايه نندارچي په توګه واوسو، بلكې تر خپله وسه، بايد هڅه وكړو، چې په توپانونو كې راګير خلك خپل امن استوګنځي ته راوبولو او هغوى ته د يوه داسې ژوند لار وروښيو چې ارامتيا او ښايست ولري“.
”ارام ژوند غوره كړه، په اندازه وخوره، وڅښه او له خپلو ملګرو سره په يوځايتوب وخانده او خوښ واوسه“، ”ځان پوه كړه چې له چا سره په يوه كاسه ناست يې، څه خورې او څه څښې“. دا ساده او دوستانه ژوند نه يوازې دا چې د جسم د روغتيا ضمانت كوي، بلكې د اروا د سلامتيا راز هم په كې نغښتى دى، ځكه ”دا ناشونې خبره ده، چې بې له روښانه او عاقلانه ژوند څخه دې انسان خوښ واوسي او يا بې له دې چې خوښ واوسي، عاقلانه او منصفانه ژوند دې وكړي“.
په دې توګه د اپيكور خوښ ژوند يوازې له ځانغوښتونكي ژوند څخه تېښته نه ده، بلكې هغه غواړي چې د تبې نيولې نړۍ درد تسكين كړي. اپيكور غالباً خپل ښوونځى په ”سپېگڅلي يووالي“ تعبيروي. نوموړى په دې باور دى، چې د يووالي لپاره فداكاري او د يو بل د ښادۍ لپاره هلې ځلې په كار دي.
اپيكور وايي: ”په هغه ځاى كې چې د وېرې سيورى پروت وي، هلته خوښي لار نه شي موندلاى، ځكه د يوه خوشحاله ژوند لپاره لومړنى شرط له مړينې څخه نه وېرېدل دي“.
د هغه مهال زده كړې په دې دودونو ولاړې وې، چې ژوند د رښتيني درد او رنځ پيل دى. خو د اپيكور عقيده بېله وه: په دې باور چې وروسته له مړينې به اروا په رنځ او عذاب كې وي، دا عقيده د انسان لوى دښمن دى. په لرغوني يونان كې د اروا نړۍ، د دانته[1] د دوزخ په څېر يو وېروونكى كابوس و.
اپيكور به هغو كسانو ته چې له دا ډول وړاندوينو (پېش بېنيو) څخه په وېره كې و، ويل:
”زړه خوښ وساتئ، كله چې اروا له تن څخه بېله شي، له درد او رنځ څخه ليرې ده. مړينه د وېروونكو خوبونو او وحشت پايله ده“. خو له هغه وحشت سره چې اوس يې هم د خلكو په زړونو كې ريښې غزولې دي، څه وكړو؟ ايا زموږ تصور له مطلقې فنا څخه چې د وېروونكي څاه د خولې په څېر ښكاري او د نېستۍ په كنده كې ډوبېدل، په خپله زموږ د پرېشانۍ لوى لامل نه دى؟
اپيكور وايي: ”ايا مخكې تر زېږېدنې مو د وېرې احساس درلود؟ نو ولې له هغه عدم (نشتوالي) څخه چې تر مرګ وروسته راځي وېره او ډار ولرو؟. زموږ په ابدي او ازلي خوب پسې هغه تخيل دى، چې يوازې يوه شېبه دوام كوي او تل هغه خوب چې رويا (تخيل) ولري، له هغه خوب څخه چې له رويا څخه متاثره كېږي، خوږ او زړه وړونكى وي.
پر دې سربېره ان اوږده خوبونه، د وخت د اوږدوالي په پرتله، يوازې يوه ژر تېرېدونكې شېبه ده. ايا تر يوه ارام خوب وروسته مو دا احساس كړى چې يوازې د يوې شېبې لپاره مو سترګې سره ورغلې وې؟ د مړينې خوب، دا يوه كرخته او بې حسه شېبه ده، څه د يوې شپې لپاره وي او څه د يوه مليون كلونو لپاره. د مړينې پر مهال به ان له خپل تن څخه خبر نه يې. او په څه چې خبر نه يې هغه درته بې ارزښته ده. د ژوند او مړينې تر منځ هېڅ ډول اړيكي نه شته، نو د څه لپاره خواشينى يې؟
ځكه نو، هڅه وكړه چې له ژوند څخه چې د ورځې د نڅا په څېر زړه راكښونكى دى او د دوو خوبونو ترمنځ يې ځاى نيولى، پوره ګټه واخله. كاينات په حقيقت كې د طبيعت نڅا ده، په لايتناهي فضا كې د ذراتو نڅا“.
د اپيكور فلسفې دا بيان موږ د اټوم مشهور عصر ته رهبري كوي او دى دا نظريه د يونان له لوى پوهاند ډموكرېت څخه په پور اخيستې ده.
د نړۍ ماديوالى او دا چي كاينات، ثوابت او ستوري تل داسې په بدلون كې روان دي، د اټوم په ذرو كې ليدل كېږي، هغه څه دي چې سانتايانا په هغه ځاى كې چي د اپيكور فلسفه يې په تاريخ كې د يوه لوى فكري ښوونځي په توګه ياده كړې، پر ژبه يې راوړي.
_ نو په ځمكه، اسمان او موجوداتو كې دا بېشمېره بدلونونه له كومه ځايه سرچينه اخلي؟ د ستورو، ورېځو، ابشارونو، سمندرونو، ځناورو، الوتونكو، كبانو او انسانانو د وجود او زوال راز په څه كې نغښتى دى؟
د اپيكور په عقيده، دا ټول بدلونونه، له يو بل سره د اټومونو د ذرو د ټكر (لګېدا) زېږنده دي او دا هر څه تل په حركت كې دي. اټوم د مادې وړه ذره ده، چې د يوناني ژبې د اتوموس له توري څخه رااخيستل شوى او مانا يې ده: نه تجزيه كېدونكى.
د اپيكور په اند، چې اوسني علوم هم هغه تاييدوي، كاينات د اټوم له بېشمېره ذرو څخه جوړ شوى دى، لكه دودونه، چې تل په بې پايه خلا كې روان دي. دا ذرې ټولې په يوه مسير حركت نه كوي، بلكې په څرګندو وختونو او ځايونو كې غواړي چې له ټاكلي مسير څخه ځانونه بهر غوزار كړي او همدغه د ذراتو غوښتنه او انحراف دى، چې نړۍ په نڅا راولي. د دغو ذراتو ټكر دى، چې د طبيعت د پرله پسې بدلونونو لامل ګرځي.
اپيكور وايي: طبيعت يوازې ماده ده او بس. تر دې چې د بشر اروا هم ماده ګڼلاى شو. خو يوازې د اروا اټومونه، د تن تر اټومونو لطيف، پاسته او سپك دي اروا هم لكه تن وروسته له مړينې سره پاشل كېږي، څه چې پاتېږي يوازې هغه ذرات دي، چې هېڅكله هم له منځه نه ځي. هغه ذرات چې زموږ وجود ورڅخه جوړ شوى دى، په هوا كې پاشل كېږي، چې بيا له يو بل سره يوځاى شي او يو بل ډول شكل او څېره غوره كړي. دا څېرې او شكلونه چې په طبيعت كې په بېلابېلو بڼو ليدل كېږي، بېله دې چې مخكې له مخكې كومه طرحه او نقشه ولري، جوړ شوي دي.
اپيكور عقيده درلوده، چې د مخلوق نړۍ خالق نه لري. داسې لكه ښارونه او هېوادونه چې مخكې له مخكې نه وي طراحي شوي. وروسته له خپل ځان څخه پوښتي: څرنګه كېدى شي چې د ژوند متحد الشكله ډولونه تشريځ او توجيه كړو؟
په پست ډول عالي ډول ته حركت، له ناقص څخه كامل ته، له كومه ترلاسه كېږي؟
په هغه هڅه كې چې اپيكور يې د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره ترسره كوي، تر ډېره د ډاروين نظريې ته، چې له هغه څخه دوه زره كاله راوروسته يې لرله، نژدېوالى لري.
په پېړيو پېړيو كې، د تصادف له مخې د اټوم د ذرو ټكر له يو بل سره د ژونديو موجوداتو د پيدا كېدو لامل شوى دى. دا ژوندي موجودات په دوو ډلو وېشو. لومړى هغه چې له طبيعت سره يې جوړجاړى كړى او ژوندي پاتې شوي دي او دويم هغه ډله ژوندي موجودات چې له طبيعت سره يې ځانونه نه دي جوړ كړي، له منځه تللي دي.
خو اپيكور د حيات (ژوند) د پيل په اړه معلومات نه دي پرې ايښي او دا يې هم نه ده روښانه كړې، چې له چاپېريال سره د موجوداتو جوړ جاړى يا نه توافق څه مانا لري. د اپيكور په فلسفه كې دا لوى درز له هغه ځايه منځته راغلى، چې نوموړي د مادي نړۍ د توجيه او ادراك لپاره، د يوه مدبر قوت له منلو څخه ډډه كړې ده.
د هغه د بدلون نظريې ته به راوګرځو. د ځمكې كره لومړى كلكه او بگېځانه وه. وروسته لږ لږ بوټي واښه پرې راشنه شول، داسې لكه د حيواناتو پر تن چې وړۍ او په الوتونكو هم بڼكې راشنې كېږي. وروسته ژوند وزېږېد، خو څنګه او ولې؟ ځينې ژوندي موجودات د ناقصو غړو درلودونكي وو. دا موجودات د نه بشپړتيا له امله له منځه لاړل. تر دې چې د ذراتو تصادفي نڅا او چرخش د يو ډول انسان د پيدا كېدو لامل شو. دا انسانان قهرجن، وحشي او وېروونكي وو او لكه ځناور په غرونو او ځنګلونو كې يې ژوند كاوه. دا موجودات د يو ډول ذاتي خوى او خصلت درلودونكي وو، چې هغوى يې خبرې كولو، فكر كولو او مهربانۍ ته وهڅول.
وروسته دا انسانان د يو ډول لطيف فكر خاوندان شول او پام يې د جنت او اسمان خوا ته ورواوښت.
دا ځاى دى چې دا خداى نه پېژندونكى مشر، د خداى شتوالي ته اړتيا پيدا كوي، خو بيا هم دوى هڅه كوله، چې نړۍ د خداى له شتوالي څخه تشه وساتي، خو بريالي نه شول. په پاى كې دا انسانان د دينونو خاوندان شول او هڅه يې دا وه، چې خدايي لار تعقيب كړي.
اپيكور په سادګۍ سره ويل: خدايان هم د ذراتو د نڅا له كبله پيدا شوي دي، خو د هغوى ذرات د انسانانو د اروا تر ذراتو ډېر نرم او پاسته دي. هغوى به په جنت كې نېكمرغه ژوند لري، كه څه هم هغوى انساني بڼه لري، خو تر انسانانو ډېر ښايسته دي. په خدايانو كې د انسانانو په څېر، نفاق، حماقت او نيمګړتياوې نه تر سترګو كېږي؟ ”د انسانانو د رنځ اوازونه، د هغوى تلپاتې ارامتيا نه شي ګډه وډه كولاى“.
(4)
د اپيكور په له پېښو ډكه فلسفه كې اصلي موخه دا ده، چې: ”په يوه داسې نړۍ كې چې له دښمنيو څخه ډكه ده، د يوه پاك او صفا ګلشن د بنسټ ايښوول، په يوه دوستانه ټولنه كې د خلكو ترمنځ مينه او ګرانښت، خوښي او خوند په ملګرتوب كې دى. لكه څنګه چې خوښي له ملګرتوب څخه بېلېدى نه شي“.
اپيكور ډېر ځله بې مطلبه ملګرتوب له هغه سپر سره پرتله كوي، چې انسان د برخليك له درنو يرغلونو څخه ساتي. ”د رښتيني ملګرتوب غوټې ټينګې كړئ، له هغه څخه دين جوړ كړه او عبادت يې وكړه“. ځكه: ”ملګرتوب يو خوږ او پاك نوم دى، د رښتيني ملګرتوب موندل هغه تسلي بخښونكى زېرى دى، چې په دې بې له شكه ډكه نړۍ كې زړونو ته لار مومي، كه د ژوند په ستونزو كې دا توان شته، چې انسان له مرګ سره وتړي، خو د ملګرتوب خوند هغه څه دى، چې موږ ته ژوند رابخښي“.
اپيكور خپل ډېر وخت د هغو ليكونو په ليكلو سره تېراوه، چې ملګرو او خپلو زامنو ته يې ورلېږل. نوموړي غوښتل چې د ليكونو لوستونكى يې په يوه داسې نړۍ كې لوى شي، چې د ځان غوښتنې پرځاى، له مينې او محبت څخه ډكه وي.
د هغه ټول ژوند له ارامتيا وركوونكو تورو او مهربانه اعمالو څخه ډك و او له خپل مهربان سلوك څخه يې خوند اخيست.
هغه مينه ناك معلومات چې په زړه كې يې جرړې غزولې دي، نوموړي ته يې له رنځونو او دردونو څخه خلاصون ورپه برخه كاوه. اپيكور د يوې دردوونكې ناروغۍ له امله ومړ. نوموړي تر خپل مرګ مخكې خپل يوه ملګري ته ليكلي وو: ”زه د خپل ژوند په وروستۍ مباركه ورځ كې يم. د مثانې ناروغۍ ډېر په عذاب كړى يم. دومره چې درد يې د زغملو وړ نه دى، خو له دې رنځونو سره- سره د هغو افكارو په ياد چې پخوا مو لرل، زړه مې خوښ دى“.
پخواني يادونه او له راتلونكي څخه نه وېرېدل او د اپيكور زړه ته خوښي وربخښله. اپيكور يو عمر خوښ ژوند وكړ، نوموړي ساده خواړه خوړل او زړه يې له مينې او ښكلا څخه ډك و. هغه په ارامتيا خپلې سترګې سره وروستې، چې په خواږه او ارام خوب ويده شي